1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

په هند کې افغان کډوال له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د کار نشتوالی، روغتيايي چارو ته نه لاسرسی، نامناسبه ښوونه او روزنه، د کډوالۍ په چاروکې ځنډ او خنډ هغه لاملونه دي چې په هند کې يې د افغانانو ژوند تنګ کړی. په هند کې هم شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال میشت دي.

https://p.dw.com/p/4YNOg
Indien I Afghanische Flüchtlinge  protestieren in der Nähe des UNHCR in Neu Delhi
انځور: Syamantak Ghosh/DW

په هند کې د افغان کډوالو د کميټې مشر ښاغلی احمد ضیا غني وايې تر ۲۰۲۱م کاله د افغان کډوالو شمېر په هند کې تر شلو زرو زیات و چې د دوی د پرله پسې هڅو وروسته وتوانيدل د استرلیا، کاناډا او امريکا هيوادونه اړ کړي چې د افغان کډوالو په منلو کې ورسره مرسته وکړي.

د شمېرو له مخې په تيرو دوو کلنو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR سره د مهاجرت اړوند د ګډ کار په نتیجه کې له نیمايي زیات دغه تازه کډه شوي افغانان نورو هیوادونو ته وتلي دي.

دا مهال په ټول هند کې شاوخوا لس زره افغان کډوال د ملګر ملتونو د کډوالو په عالی کميسارۍ  کې ثبت دي چې درې زره يې لا تر اوسه د کډوالۍ کارتونه نه دي تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې په هندوستان کې د کورونو د موندلو په برخه کې اسناد مهم نقش لري او هغه افغانان چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري نه وي ثبت شوي، د کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ وي. سربیره پر دې، د هند پولیس د امنيتي ملاحظاتو له مخې هغه بهرنيانو ته چې قانوني اسناد و نه لري د کرايه کورونو د نيولو او سترو کارونو اجازه نه ورکوي.

په هند کې د افغان کډوالو د کميټې مشر ښاغلی احمد ضیا غني وايې تر ۲۰۲۱م کاله د افغان کډوالو شمېر په هند کې تر شلو زرو زیات و
په هند کې د افغان کډوالو د کميټې مشر ښاغلی احمد ضیا غني وايې تر ۲۰۲۱م کاله د افغان کډوالو شمېر په هند کې تر شلو زرو زیات و انځور: Syamantak Ghosh/DW

په هندوستان کې میشت افغان کډوال غلام مرتضی اکرمي چې په ۲۰۱۹م کال کې د سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ د ترلاسه کولو په موخه هند ته تللی و، د جمهوري دولت تر سقوط وروسته د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندويزنو له امله نه دی توانیدلی چې بیرته افغانستان ته ستون شي.

ښاغلی اکرمي چي د څلور کلونو راهيسي د خپلې پنځه کسیزه کورنۍ سره د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي وایي چې د افغان کډوالو ژوند دلته له ډيرو ستونزو سره مخ دی.

هغه دویچه ویله ته وویل: »زموږ د کډوالۍ کیسونه د اړوندو ادارو له خوا په وخت نه کتل کيږي، کلونه کلونه وشول افغانان بې برخليک دي، ټول افغانان کوښښ کوي د نړۍ هغو هيوادونو ته چې کډوال مني ولاړ شي ترڅو هلته یې حقونه خوندي وي. اکرمي زیاته کړه چې کمزوری اقتصاد، د کار نشتوالي او نورې ستونزې افغان کډوالو ته روحي رواني ستونزې زیږوي.

په هند کې میشته د څلورو اولادونو مور افغانه کډواله نوريه صديقي، د ښونې او روزنې په برخو کې د ناسم سیستم او ښو امکاناتو ته د نه لاس رسي له امله د خپلو اولادونو ناروښانه راتلونکي ته اندېښمنه ده. د هغې په وينا په ښونځي کې د ماشومانو شاملول ډيرې ستونزې لري، څو ځله باید اړونده ادارو ته ولاړ شو چې ماشومان ښونځي کې داخل شي. هغه زیاتوي چې »د قلم، کتاب، کتابچو او روغتيايي ستونزو په برخه کې افغان زده کوونکو ته پاملرنه نه کیږي.

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

په هندوستان کښې د افغان کډوالو د کميټې مشر ښاغلي احمد ضيا غني بیا د یادو ستونزو په تائید وايې چې د افغان کډوالو ټولې اړونده ستونزې يې په ډيلي کې د UNHCR له ادارې سره شريکي کړي، خو دغه سازمان وایې هند لا تر اوسه د کډوالۍ نړيوال کنوانسيون چې پکې د کډوالۍ حقونه خوندي دي، نه دی لاسلیک کړی چې له همدې امله د مالي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي، نا امني، خراب اقتصادي وضعیت تر ډیره پورې د افغانانو د کډوالۍ علتونه په ګوته شوي دي.

دا مهال ډير افغانان په افغانستان کې د ناسم وضعيت له مخې په پاکستان، ایران، ترکيه، تاجکستان، ازبکستان، هند او د نړۍ په نورو هيوادونو کې کډوال دي. په هند کې افغان کډوال داسې مهال د ستونزو خبره کوي، چې د افغانستان بل ګاونډي هیواد پاکستان د افغان کډوالو جبري اخراج پیل کړی دی.

د معلوماتو له مخې تر دې مهاله تر ۱۵۰ زرو ډیر افغانان بیرته هیواد ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ د پاکستان له خوا بې اسناده افغان کډوالو ته د مهلت له پای ته رسیدو وروسته لا پسې چټکه شوې ده.

م. ن / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie